سیاست

د افغانستان لپاره د کاناډا نوي سفیر جمهوررئیس غني ته خپل باورلیک وسپاره

کابل_باختر د وږي د مياشتې٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د افغانستان لپاره د کاناډا د نوي سفیر فرانسوا ریویسټ باورلیک ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه مناسبت ارګ کې په جوړو شویو مراسموکې جمهوررئیس غني ښاغلي فرانسوا ریویسټ ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخوکې د کاناډا د همکاریو قدرداني وکړه.
هغه د بروکسل او وارسا په کنفرانسونوکې له افغانستان سره د کاناډا له ژمنو مننه وکړه او هغه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.
جمهوررئیس غني هیله وښوده چې ښاغلی ریوسټ به په خپل نوي ماموریت کې د افغانستان او کاناډا ترمنځ د همکاریو په پراختیا کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د کاناډا نوي سفیر د جمهوررئیس غني له ښه نیت څخه مننه وکړه او په افغانستان کې يې په خپل ماموریت خوښي وښوده.
هغه ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د مناسباتو د لا ټینګښت لپاره هڅه وکړي او کاناډا یې د افغانستان دوست هېواد یاد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته