امنیت

په پروان کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان د بم چاودنه وشوه

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
په پروان ولايت کې د بهرنيو عسکرو د سپرلۍ په کاروان تېره شپه د بم چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د بګرام ولسوالۍ د دوه لارې په ساحه کې وشوه.
عيني شاهدان وايي: بم د بهرنيو عسکرو د سپرلۍ د کاروان د تيريدو وخت کې وچاوديد.
د پروان ولايت يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې څو تنه بهرني عسکر ټپيان شول.
خو په افغانستان کې د ناټو يو قوماندان وايي چې په دې پيښه کې د دوى عسکرو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته