امنیت

په جوزجان ولايت کې روغتيايي مرکزونه زياتيږي .

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
دجوزجان ولايت دقوش تيپې او ددرز اب په ولسواليو کې اووه روغتيايي مرکزونه فعال او مراجعينو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي .
دجوزجان ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر فريدون حبيب  باختر اژانس ته وويل په پام کې  لرو چې  په نږدې  راتلونکي کې په دغه ولايت کې يوولس کلينيکونه  جوړ کړو چې درې يې ددغه ولايت په قوش تيپې او درز اب  ولسواليو په هغو سيموکې چې خلک روغتيايي خدمتونوته  لږ لاس رسي لري جوړ شي .
  حبيب زياته کړه دغه راز په نږدې راتلونکي کې ښځينه او نارينه ډاکتران دمعاش او دهغوى دامتيازونو په پام کې نيولو سره ددغه ولايت په لرو پرتو او ناامنو  سيموکې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد استخداموو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته