امنیت

په پلچرخي جيل کې څليرويشتو تنو بنديانو دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
د پلچرخي  دمرکزي جيل يو شمير بنديانو دهغه څه پرخلاف غبرګون کې  چې دځان په وړاندې بې عدالتي بولى دنه خوړو په اعتصاب  لاس پورې کړ .
  دغه بنديان ادعا کوي چې په هيواد کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب دکاليزې  له امله دجمهوري رياست  له فرمان سره سم دازادۍ مستحق دي خو دغه فرمان په يو خيل ډول  نه تطبيقيږي
دجيلونو درياست مرستيال محمد عارف تاييد کړه چې دګوتې په شمار بنديانو په مرکزي جيل کې  دنه خوړو په اعتصاب  لاس پورې کړي دي .
ده ددغو بنديانو شمير څليرويشت تنه وبلل
ويل کيږي چې دقضايي پنسټونو له خوا يو يوولس کسيز کميسيون موظف کړى شوى دى چې دبنديانو دوسيې وڅيړي  او هغه کسان چې ددغه فرمان په شرايطو برابر دي له بند څخه ازاد شي
دجيلونو درياست مرستيال وايي چې دبنديانو دنسبتي دوسيو څيړنه وخت غواړي
ديادونې وړ ده چې دکورنيو چارو وزارت دجيلونو رييس نن ملي شورا ته وغوښتل شو چې په دې اړوند معلومات ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته