پيښور- ډان – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د شمالي وزيرستان دقبايلي سيمې دميرعلي په ناحيه کې دپاکستانى طالبانو په څومشکوکو پټنځايونو تيره او نن سهار دپاکستان د اردو د هوايي دبريد له امله څه ناڅه ٢٤ تنه ووژل شول او ١٥ تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ : دغه هوايي بريدونه ديو لړ هغو بريدونو په غبرګون وشول په څو تيرو ورځو کې دپاکستاني طالبانو له خوا په دغه هيواد کې ترسره شوى وو.
دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې د يو مشرملک جان محمد دڅرګندونو له مخې په دې هوايي بريدکې څه ناڅه ١٥ تنه وژل شوى دي .
په داسې حال کې چې د طالبانو يو خبرځاى د وژل شويو کسانو ٢٧ تنه ښودلى دى چې ملکي وګړې هم پکې شامل دي .
دسيمې داوسيدونکو دڅرګندونوله مخې : دغه بمبارۍ د هر راز پخوانۍ خبرداري پرته تيره شپه پيل شوي دي.
پاکستاني پوځيانو ددغې ادعا په باب څه نه دي ويلي .
د ډان ورځپاڼې په ليکنه په دې بمبارۍ کې داستوګنې څو کورونه ويجاړ شوي دي او په تګ راتګ دهغه بنديز له امله چې دبمباريو په پاى کې د طالبانو له خوا نافذ شو ددغه بريد ټپيان روغتونه ته ونه ليږدول شول.
0 1 دقیقه لوستل