کابل باختردلړم دمياشتې٢٤
په قندهار ولايت کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونوپه تور ونيول شول.
دغه کسان د تېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د قندهار ولايت په مربوطاتو کې دپوليسو دعملياتو او دپلټنې په وخت کې نيول شوي دي .
د قندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو د غلا، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د جنايي جرمونو په ترسره کولو اعتراف کړى دى .
د قندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې نيول شوي کسان به د تحقيقاتو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ختم _ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ