امنیت

دملي اردو يو عسکر شهيد کړاي شو .

کابل باختر د ثور ٢٠

  دپکتيکا  ولايت  په مربوطاتوکې دامنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په بهير کې  دملي اردو يو عسکر شهيد شو او ددغو ځواکونو  يو بل عسکر دهلمند ولايت په مربوطاتوکې ټپي شوى دى .

   دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر  باختر اژانس ته خبر ورکړ په تيرو  څليرويشتو ساعتو کې دملي اردو ځواکونو  دهيواد په ځينو سيموکې تصفيوي عمليات  ترسره کړل  چې له امله يي دملي اردو يو عسکر دپکتيکا ولايت   دخوشامند ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيد او يو بل عسکر دهلمند ولايت  د سنګين ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  ټپي شو .

  دغه راز  دهلمند  ، لغمان ، پکتيا او دکندهار  دولايتونو  په مربوطاتو کې دملي اردو  دځواکونو  په تصفيوي عملياتو کې پنځه تومانچي ، درې کره بينونه  ، يو سل ډزې  ، يو يو ډزې ، پنځه  سوه کيلوګرامه اپين  دوه  سوه پنځوس کيلوګرامه  اومه چرس  اونور پوځي تجهيزات او وسايل او يو کرولا موټر  په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته