سیاست

په مشروط ډول له جېل څخه ددريو جګپوړو غړو طالبانو خلاصون .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  محمد اشرف غني نن اعلام وکړچې دطالبانو درې جګپوړي  غړي په خاصو شرايطو سره له جېل څخه ازاد شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، محمد اشرف غني نن په ارګ کې په يوه خبري غونډه کې اعلام وکړچې دطالبانو  درې جګپوړي غړي  حاجي ملي خان ځدران ، حافظ رشيد او انس حقاني له جېل څخه ازاد  شوي دي .
ددغو دريو تنو دزادۍ په بدل کې  دافغانستان دامريکايي پوهنتون دوه تنه  استادان  چې يو امريکايي او يو استراليايي  دى د طالبانو له جېل څخه به ازاد شي .
محمد اشرف غني وايي چې دطالبانو دغه جګپوړي غړي دافغانستان  له نړيوالو شريکانو په تېره بيا له امريکا سره له زياتو سلامشورو وروسته ازاد شوي دي او ددوى ازاديدل نه شي کولاى په افغانستان کې دتاوتريخوالي او جګړې دپراختيا او دافغان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دکمزورتيا سبب شي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته