کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دلوګر ولايت په مربوطاتو کې پرون د يولړ عملياتو په ترڅ کې ١٦٣ کيلوګرامه اپين کشف او ترلاسه شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالولي دباختراژانس خبريال ته وويل: دلوګر ولايت په ابچګان کلي کې د عملياتوپه بهير کې ١٦٣ کيلوګرامه اپين کشف او ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه اپين دننګرهار ولايت دحصارک له ولسوالۍ څخه دغزني ولايت ته او وروسته دقندهار ولايت ته او بيا له هيواد څخه بهر ته ليږدول کيدل .
ده زياته کړه: دتيرې يوې مياشتې په بهير کې ٩٣٨ کيلوګرامه هيرويين او اپين دلوګر ولايت دامنيتي ځواکونو له خوا له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ