سیاست

جمهور رييس غني د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا څلور تصويب شوي سندونه توشيح کړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني هغه څلور سندونه توشيح کړل چې په دې وروستيو وختوکې د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا تصويب شوي و.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت تېرماښام په ارګ کې پرځاى شول او په هغوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د جمهور رييس او د اجراييه رييس مرستيالانو هم برخه لرله، د هيواد جمهور رييس په اطلاعاتو د برلاسي قانون، د وګړو د احوالو د ثبت قانون، د افغانستان او د امريکا ترمنځ امنيتي او دفاعي قرار داد او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د شتون د څرنګوالي قرارداد چې په دې وروستيو وختوکې د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا تصويب شوي و؛ توشيح کړل.
جمهور رييس د دغو مهمو سندونو د تصويب په خاطر د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه مننه وکړه او د دغو سندونو د اهميت په باب يې توضيحات ورکړل.
جمهور رييس په اطلاعاتو د برلاسى د قانون په باب وويل چې دا د هيوادوالۍ يو اساسي حق او د يوې مدني ټولنې د فعاليت اساسي برخه ده.
دملي وحدت حکومت هيله من دى چې د دغه قانون په توشيح سره مدني ټولنه له دولت سره يوځاى د شفافيت، حساب ورکولو او د قانون د واکمنۍ په تامينولوکې بنسټيز رول ولوبوي.
جمهور رييس غني دغه راز د وګړو د احوالو د ثبت د قانون په باب څرګنده کړه چې احصاييه د يو هيواد د پلان جوړولو بنسټ دى.
د وګړو له دقيقو ارقامو پرته، پلان جوړونه او د سرچينو ويش، د خدمتونو وړاندې کول او انډوليزه ونډه له ستونزو سره مخامخ کيږي.
ده زياته کړه چې دغه قانون د برقي تذکرې د پروګرام د پيلولو په لاره کې چې د افغانستان د خلکو اساسي او بنسټيزه اړتيا ده؛ يو مهم ګام دى .
محمد اشرف غني د افغانستان له ټولو خلکو په تېره بيا له درنو عالمانو، مدني ټولنې او سياستوالو څخه وغوښتل چې د دغه قانون په تطبيق کې دې له دولت سره همکاري وکړي.
دغه راز جمهور رييس غني د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو د قرار داد دتوشيح په باب وويل: د دغو موافقه ليکونو په لاسليک کولو سره د افغانستان ملي شورا مخ په وړاندې يو سترګام کيښود.
ده د امنيتي ځواکونو په روزنه، تمويلولو او سمبالولوکې د دغو موافقه ليکونو اغيزمنتوب ته هم اشاره وکړه.
جمهور رييس د سولې تامينول د ټولنې يوه حياتي اړتيا وبلله او ويې ويل چې موږ تل د يو باثباته او سوکاله افغانستان په جوړولوکې د افغانستان د ټولو خلکو د مشارکت غوښتوونکي يو او هيله لرو چې د دې خاورې هر صديق بچى دې نتيجې ته ورسيږي چې سوله زموږ د ټولو خلکو بنسټيز هدف دى .
محمد اشرف غني ټينګار وکړ چې د شک او ترديد فضا له نړۍ سره په عام ډول او له امريکا او ناټو سره په خاص ډول له منځه تللې ده او د افغانستان ملي ځواکونه به په ډاډ سره پرمخ لاړشي.
جمهور رييس په پکتيکا او کابل کې وروستيو تروريستي بريدونو ته په اشارې سره وويل: يو ډير کوچنى لږکې غواړي چې دغه ملت يرغمل کړي او موږ هغه ته د دې اجازه نه ورکوو.
دغه راز په دغو مراسموکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د دغو سندونو د توشيح په باب يې وويل: دواړه قوانين او دواړه موافقه ليکونه هر يو د افغانستان خلکو ته د ښې راتلوونکې د تضمين او سلامتيا په ساتنه کې ډير مهم دي .
ده وويل: په اطلاعاتو د لاسبري قانون، د ادارې د سلامتيا، ښې حکومتوالۍ، د شفافيت د تامينولو، حساب ورکولو، له فساد سره د مبارزې ، ټولنيز عدالت او د قانون د واکمنۍ لپاره يو اساسي شرط دى .
اجراييه رييس وويل چې دوه امنيتي موافقه ليکونه له افغانستان سره د نړيوال ملاتړ په باب د ډاډ، د نړيوالو ځواکونو د شتون د قانونمند کيدو او د افغانستان د امنيتي بنسټونو د پياوړتيا لپاره ستر او اساسي ګامونه دي .
د دغو مراسمو په پاى کې جمهور رييس غني، د نوې کابينې په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د راتلوونکې کابينه به له نويو څيرو څخه جوړه شي او څرګنده يې کړه چې له قانون سره سم د وزيرانو د سرپرستۍ دوره پاى ته رسيدلې ده او له دې امله د وزارتونو معينان د خپلو اړوندو وزارتونو د چارو سرپرستي کوي .
جمهور رييس د کابينې د معرفي کولو په برخه کې د هرا راز اختلاف شتون ردکړ او ټينګار يې وکړ چې نوې کابينه زيات غور او څيړنې ته اړتيا لري او په سکتوري پستونوکې بايد متخصص اشخاص وګومارل شي.
ده وويل چې د نوې کابينې غړي به په پړاويز ډول له راتلوونکو دوو اوونيو څخه تر څلورو اوونيو پورې پارلمان ته معرفي شي.
جمهور رييس يو ځل بيا د شفافيت او حساب ورکولو په برخه کې د ملي وحدت د حکومت ژمنه څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته