امنیت

په بغلان ولايت کې دطالبانو دډلې د پنځه کسيزې شبکې نيول کيدل

کابل باختر د کب ديرشمه :
په بغلان ولایت کې د طالبانو دترهګرې ډلې پنځه کسیزې شبکې نیونه
د ملي امنیت دلوی ریاست دځانګړوقطعو ځواکونو دیولړ ځانګړو عملیاتو په بهير کې د بغلان ولایت دتاله اوبرفک ولسوالئ پورې اړوند سیمه کې دطالبانو د تروریستی ډلې یوه پنځه کسیزه شبکه ددغې ډلې دسرګروپ حاجې عبدالله په شمول له نوروڅلورغړيو هریو:
– عبدالقادر د محمد یوسف زوی
– شمس الحق د عبدالله زوى
– ګلبدین دجمعه الدین زوى
– ثناء الله دعبدلغفور زوی سره یوځای نیولي دي ددغوترهګرو دپټنځی څخه په لسګونه میله درندې او سپکې وسلې او زرګونه ډول ډول ګولې چې دترهګریزو بریدونو دترسره کولو په موخه ځای په ځای شوې وې کشف اولاسته راغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته