نړۍ

په عراق کې دقطر سفير له پنځه ويشتو کلونو وروسته وټاکل شو .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دقطر امير په  عراق کې ددغه هيواد سفير له پنځه ويشتو کلونو وروسته وټاکه.
د رويترز دخبري آژانس دخبرله مخې، دغه انتصاب دفارس دخليج دعربي هيوادونو او عراق ترمنځ داړيکو دکنګل د ويلې کيدو څرګندوى دى .
دعراق دبهرنيو چارو وزير څه موده مخکې ويلي و چې قطر په بغداد کې خپل سفارت بيا پرانيزي.
په عراق کې دقطر سفارت پنځه ويشت کاله مخکې تړل شوى و.
دقطر امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني ديوه حکم په ترڅ کې زايد الخيارين په عراق کې دقطر دنوي سفير په توګه منصوب کړ .
دفارس دخليج دعربي هيوادونو او عراق ترمنځ تاوتريخوالي  تيرکال دعراق دصدراعظم په توګه دحيدر العبادي د ټاکل کيدو له وخت څخه تراوسه پورې کم شوى دى .
عربستان څه موده مخکې په بغداد کې دخپل سفارت دبيا پرانستلو لپاره مينه وښوده او عبادي ته يې عراق ته دسفر بلنه ورکړه.
دعراق پخواني صدراعظم نوري المالکي په قطر او عربستان د داعش د ډلې دمالي تامينولو تور لګولى و .
په همدې حال کې عراق په روان اوونۍ کې له قطر څخه خپل سفير وغوښته دغه اقدام د دوحه په کوربه توب ديوه کنفرانس له جوړيدو وروسته ترسره شو چې د بغداد له اعلام سره سم په هغه کې داسې کسانو ګډون درلود چې دتروريستي فعاليتونو په تور په عراق کې تر څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته