امنیت

يوسړى د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شو

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
دبدخشان ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو پرون يو تن د٦٠ کيلوګرامو اپينو د قاچاقو په تور ونيوه .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکي چې٦٠ کيلوګرامه اپين يې په مهارت سره په يوه پراډو ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يي چې دفيض آباد له ښار څخه د خواهان ولسوالۍ ته وليږدوي؛ دنشه يي توکو پرخلاف د مباذرزې د موظفينو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .
قضيه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته