امنیت

په بدخشان کې د طالبانو برید په شاه وتمبول شو

فیض اباد/ د غبرګولي / ۳/ باختر
د طالبانو برید تېره شپه د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې په شاه وتمبول شو.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري باختر اژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو ډلې د بهرنیو طالبانو په همکارۍ د کوز یفتل ، درایم ،خاش ، جرم ، وردوج او د راغستان ولسوالیو په ځینو برخو برید وکړ چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په شاه وتمبول شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر طالبان چې دقیق شمېر روښانه نه دی ووژل شول .
هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته