امنیت

په لوګر کې دطالبانو دډلې يوقوماندان ووژل شو .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
دطالبانو دډلې يو قوماندان پرون  دلوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې دپوليسو دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې  ووژل شو .
دکورنيو چارو  وزارت  دسرپرست  ددفتر وياند نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل: دپوليسو دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې چې پرون  دلوګر دمحمد اغې  په ولسوالۍ کې  ترسره شول د رحمت الله  په نامه  دطالبانو دډلې  يو قوماندان ووژل شوچې له هغه څخه يو موټرسايکل ، سپکې او درندې جنګي وسايل  اوپوځي  تجهيزات ترلاسه شول .
ختم – شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته