امنیت

ددانګام په ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات

کابل باختر د ليندى پنځه ويشتمه :
دکونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ديوه پاکستاني په ګډون اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دکونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په نويو انکشافاتو کې ديوه پاکستاني تبعه په ګډون اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات  او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
دغه عمليات دطالبانو له هغه ډله ئيز بريد وروسته پيل شول چې دوه ورځې مخکې ترسره شول . په دې بريد کې څه دپاسه دوه زره تنه وسله وال طالبان چې زياتره يې بهرني تروريستان دي ګډون لري .
  دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې ددغوعملياتو په بهير کې  دملي اردو پنځه تنه عسکر شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته