امنیت

ژوندى پوست کړى شوى ځوان دطالبانو دوحشت بله نښه نښانه .

واشنګتن  باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دواشنګټن ورځپاڼې  دجګړه مارو طالبانو له خوا په وحشيانه ډول ديوه ځوان دوژل کيدو په باره کې  يوه مقاله خپره کړې ده .
دواشنګتن پست ورځپاڼې مقاله دژوندي پوست کړى شوي ځوان ، ايا دطالبانو دنوي وحشت نښه نښانه ده . تر عنوان لاندې چاپ شوې ده چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
دورځپاڼې  په ليکنه دغور ولايت په لرې پرتو سيمو کې دواکمنو قبايلو زرکلن  دودونه او رواجونه او په دغه ځاى کې دطالبانو  دافراطي عملونو زياتوالى ددې سبب شول چې فضل احمد په وحشيانه ډول ووژل شي . که څه هم له دغې پيښې څخه شپږ مياشتې تيريږي خو واشنګتن پست  او نورو ورځپاڼو اوس دغې مسئلې  ته پاملرنه کړې ده .
دغور ولايت مقامات وايي شک او ګومانونه دادي چې يو وخت دفضل احمد يو لرې خپوان دطالبانو يو قوماندان وژني او جګړه مار طالبان دتيرکال د دسمبر په مياشت کې دخپل دغه قوماندان دغچ اخستنې  په خاطر  فضل احمد په خپل کور کې نيسي  او لومړى سترګې يې باسي .
دواشنګتن  پست ورځپاڼې دخپلې مقالې په دوام ليکي چې ٢١ کلن فضل احمد دده دسترګو له ايستلو وروسته هم ژوندى و خو کله چې جګړه مارانو دده دټټر پوستکى له بدن  څخه يې جلا کاوه  ده چيغې وهلې وروسته يې دفضل احمد زړه بهر کړ اومړي يې دغره له يوه لوړ کمر څخه لاندې وغورځاوه .
دواشنګتن  پست ورځپاڼې  زياته کړه له هغه وروسته  چې ددغې پيښې ويديوګانې  او تصويرونه هرې خواته خپاره شول جګړه مارو طالبانو په دغو وحشتناکو جنايتونو کې لاس لرل رد کړل . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته