سیاست

حامدکرزي ته د قزاقستان د ملي اتل د ټولنيز سازمان مډال ورکړى شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي پرون د خپل کار په دفترکې په کابل کې دقزاقستان جمهوريت له سفير اوميرتاى بيتيموف سره وکتل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې بيتيموف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوستانه اړيکو له امله خوښي څرګنده کړه او حامدکرزي ته يې د افغانستان او قزاقستان د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا په لاره کې د ده د غوره او ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د قزاقستان د ملي اتل (باورژان ماميش) مډال ورکړ.
بيتيموف دغه راز د آسيا او اروپا د رسنيو د پروګرام په غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان جمهوريت د صدراعظم د مرستيال (داريګا نظرباييوا) بلنليک حامد کرزي ته وړاندې کړ.
حامدکرزي د قزاقستان د خلکو او حکومت د ښه نيت او دوستۍ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د ترقۍ لوړو پوړيو ته د قزاقستان د رسولو لپاره د دغه هېواد د جمهور رييس نور سلطان نظر بايف د مدبرانه رهبرۍ او نه ستړي کيدونکو هلوځلو يادونه وکړه او له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستې او همکارۍ له امله په تېره بيا افغان محصلانو ته د څه د پاسه زرو سکالرشيپونو د ورکولو په برخه کې مننه وکړه .
حامد کرزي دغه راز د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړيکو په لازيات تينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ او په دغې غونډه کې د ګډون لپاره يې خپل تيارى څرګندکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته