کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهيرکې چې د هېواد په ځينو سيموکې ترسره شول، له امله يې ٣٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل:
دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پګتيا، پکتيکا، خوست، غزني، قندهار ، روزګان، زابل، بادغيس، هرات، کندز، بدخشان ، فارياب او د هلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې ٣٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٤تنه نور يې ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ