اقتصاد

د١٣٩٧ مالي کال قطعيه دماليې وزارت دسرپرست له خوا لاسليک شو

-کابل باختر د وري  لومړي :
دماليې وزارت سرپرست  اوپه بنسټيزو چارو کې  دجمهوري رياست ستر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي پرون د ١٣٩٧ مالي کال  قطعيه لاسليک کړه .
باختراژانس دماليې وزارت  دخبرپاڼې له مخې خبرورکړ ، چې دغه قطعيه د څيړنې عالي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته دسپارلو لپاره چمتو ده او ټاکل شوې ده دراتلونکې اوونۍ په پيل کې په رسمي ډول دڅيړنې عالي ادارې ته وړاندې شي .
قطعيه دملي بودجې دسند له مخې دعوايدو او لګښتونوکلني مالي رپوټ دى چې دماليې وزارت  دتعامل او اصولو له مخې ،  دمالي کال له پاى ته رسيدو وروسته  په درېو مياشتو کې هغه چمتواو دڅيړنې عالي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته سپاري .
په خبرپاڼه کې دماليې وزارت مشرتابه  دتيرو دريو مياشتو په بهير کې ددولتي ادارو دهمکاري او همغږى له امله  چې دقطعيې په جوړولو کې هلې ځلې کړي دي مننه او قدر داني وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته