کابل باختر دليندۍ شلمه :
د هرات د نجونو د بايسکل ځغلونې ټيم د لومړي ځل لپاره د شتون اعلام وکړ او د لاجوردو لارې په ملاتړ يې په ښار کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره کړې .
پنځلس تنه بايسکل ځغلوونکې نجونې د دغې مهمې تجارتي لارې د ملاتړ په مقصد د هرات د ترانسپورت رياست په همکارۍ او د ترانسپورت وزارت دمعين په وړاندې له (ميدانچه تخت صفر) څخه د سينما تر څلور لارې پورې واټن وواهه .
تر اوسه پورې په دغه ټيم کې شلو تنو نجونو غړيتوب ترلاسه کړى او په دغه ورزش کې دګډون په خاطر د مينه والو د جذب بهير دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ