کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
دهېواددفوټبال دملي ټيم غړو داير مرين جام په دوستانه لوبو کې دګډون په مقصد نن ماليزيا ته سفر وکړ .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول شمس اميني باختراژانس ته وويل چې دايرمرين په سياليو کې دماليزيا ، افغانستان ، عمان ، اوسنګاپور په ګډون څلور هېوادونه برخه لري او دغه لوبې دماليزيا په کوربه توب ترسره کېږي .
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په لومړي لوبه کې دافغانستان په وخت دکب دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ديوې بجې په شاوخوا کې له عمان سره لوبه کوي .
ددغوسياليو وروستۍ لوبه دافغانستان ،عمان ، ماليزيا او دسنګاپور بريالي ټيمونه دراروان کال دوري دمياشتې په درييمه نيټه ترسره کوي .
دشمس اميني دڅرګندونوله مخې دغه سيالۍ دفوټبال دنړيوال فدراسيون فيفا له لوري تائيدې شوې دي او دهېواد دفوټبال دملي ټيم په درجه بندى باندې به اغيزه ولري .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل