روغتیا

په پکتیکا کې په لومړی ځل ۲۴ نجوني له نرسینګ څخه فارغې شوې

ښرنه باختر د کب لومړۍ نېټه
په پکتیکا ولایت کې په لومړي ځل ۲۴ نجونې له نرسینګ څخه فارغې شوې.
د باختر اژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت غونډې ته په وینا کې وویل چې، دغه ولایت د روغتیا په برخه کې ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو ته ډېره اړتیا لري چې، د دغو نرسانو په مټ سره به تر یوې اندازې  دغه اړتیا پوره شي.
هغه له تازه فارغو شویو نجونوڅخه هیله وکړه چې، خپلې ټولنې ته په پوره رېښتینولۍ سره خدمت وکړي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریېس ډاکټر ولي ګل خروټي وویل چې، فارغې شوې نجونې د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم روزل شوي دي.
بل لورته د نرسينګ له څانګې فارغې شوې نجونې وایي، له خپلو زده کړو څخه په ګټې اخیستنې سره به ټولنې ته هر اړخیز روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
په پکتیکا ولایت کې د نرسېنګ په برخه کې له دوه کلنو زده کړوڅخه ۲۴ نجونې په داسې حال کې فارغیږي چې تر دې وړاندې په دریو دورو کې ګڼ شمېر قابلې هم فارغې شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته