نړۍ

دروسيې جمهوررييس : دايران په اټومي خبرو کې ستر بدلون رامنځته شوى دى

مسکو دايران  دولتي  خبري آژانس  دليندۍ دمياشتې ٢١:
دروسيې  جمهوررييس ولاديمير پوتين  دايران او پنځه  جمع يو ډلې ترمنځ  دخبر و اترو  دبهير برياليتوب ته  په اشارې سره وويل  چې دايران په اټومي خبرو کې ستر خوځښت رامنځته شوى دى او دا دايران  داټومي مسلې دحل کولو لپاره لومړى ګام دى .
پوتين نن دروسيې په پارلمان کې وويل :  چې  ديران او سوريې دمسلو په باب حالت  دزور له کارولو پرته دهر راز بحران  د حل کولو امکان وښود.
ده زياته کړه، ټولې سيمه ييزې يا نړيوالې مسلې بايد له ديپلوماتيکي او دخبرو
اترو له لارې حل وفصل شي او  روسيه  په دې چلندباندې ټينګار کوي .
پوتين دغه راز دايران داټومي مسلې دحل کولو دبهير پيل  او په ژنيو کې ترلاسه شوې موافقې ته اشاره وکړه   اوپه دې بيان سره چې دغه موافقه لومړى ګام دى دايران داټومي پروګرامو دشاخصونو په باره کې دوروستۍ موافقې دترلاسه کولو لپاره يې هيله څرگنده کړه .
دروسيې  جمهور رييس په نړيواله  کچه دراکټې امنيت  دتامينولو په برخه کې داهمکارۍ لپا ره دخپل هيواد  په تياري باندې ټينګارو کړ.
پوتين وويل ، دستراتيژۍ دامنيت ، له تروريزم سره دمبارزې او داټومي وسلو دخپريدو دمخنيوي په ګډون مسلې  دروسيې په مشرۍ داتو سترو صنعتي هيوادونو دډلې  دروانې  غونډې دکار په لارښود کې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته