امنیت

دولس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
دولس وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې چې د جوزجان په مرکز پورې اړوند حسن تابن ساحه کې د طالبانو د راټولېدو پر يوې سيمې ترسره شو، ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغه بريد کې د طالبانو شپږ موټرسايکلونه هم له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته