سیاست

د اروپا اتحاديه د افغانستان له ملي پوليسو سره خپلو مرستو اوهمکاريوته دوام ورکوي

کابل باختر دليندي شلمه :
دکورنيوچارو وزيرمحمدعمرداوودزي د افغانستان لپاره د اروپا د اتحاديې له ځانګړى استازى فرزان مايکل ميلبن سره وکتل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې لومړي د کورنيو چارو وزير محمد عمرداوودزي د هغو وروستيو پرمختياوو اوانکشافاتوپه باب چې په روزنيزو برخوکې رامنځته شوي دي؛ معلومات ورکړل اوويې ويل چې دهيواد امنيتي ځواکونو په تيره بيا ملي پوليسو د بل هر وخت په نسبت ښې زده کړې کړې دي.
  دکورنيوچارو وزيردملي پوليسو دروزنې اوسمبالولو په برخوکې داروپا داتحاديې دملاتړ له امله قدردانۍ وکړه او د اروپا داتحاديې دغړو هيوادونو دلازياتې مرستې اوهمکارۍ غوښتنه يې وکړه .
دغه راز دکورنيو چارو وزير د اروپا داتحاديې له ځانګړى استازى څخه وغوښتل چې ددغې اتحاديې کتوونکي د افغانستان دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتوکې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د اروپا داتحاديې ځانګړى استازى په افغانستان کې د اروپا داتحاديې د پوليسو دماموريت دهمکارۍ په برخه کې د دغې اتحاديې دملاتړ په باب خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې دافغانستان لپاره د اروپا داتحاديې د پوليسو ماموريت دې تر ٢٠١٨ ميلادي کال پورې تمديدشي اوپه رڼاکې يې د اروپا اتحاديه د افغانستان له ملي پوليسوسره خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته