سیاست

د جمهور رييس فرمان

 

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د سرپرست دټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ته واک ورکول کيږي چى دفنلند جمهوريت، ډنمارک او د استونيا جمهوريت د هيوادونو له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د چارو سرپرستي وکړي.

په فرمان کې د لوى خداى (ج) له در بارڅخه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې د ده د لا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته