امنیت

د روغتونونو مسوولين او د کابل ښار د پوهنې رييس : په سلطان راضيه ليسه کې د مسموميت پيښه زياتې څيړنې ته اړتيا لري

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٢ :
دکابل ښار د پوهنې رييس وا يي : په سلطان راضيه ليسه کې پرو نى پيښه د مسموميت يوه مشکوکه پيښه ده، خو په دې اړوند قطعي حکم شتون لري.
دباختر آژانس دخبر له مخې: پرون د کابل ښار په اوومه نا حيه کې د سلطان راضيې د ليسې نږدې دوه سوه تنه زده کوونکي له هغه وروسته چې وويل شول، مسمومې شوې دي؛ رو غتونونو ته وليږدول شوې  او زياتره دغه  زده کوونکي د ابن سينا په عاجل رو غتون کې تر درملنې لا ندې ونيول شوې.
د ابن سينا دعاجل روغتون رئيس ډاکتر رحمت د باخترآژانس خبريال ته وويل: ددغې پيښې زياتره مسمومې شوې زده کوونکې دغه رو غتون ته وليږدول شوې او تر جدي څارنې لا ندې ونيول شوې.
ډاکتر رحمت ددغو زده کوونکو په بدن کې مسموميت نه تا ئيدوي او نه يې ردوي؛ خو وايي چې موږ دغې پيښې ته د مسموميت د يوې مشکوکي پيښې په توګه ګورو. همدا اوس د يو زيات شمېر مسمومو زده کوونکو د وينې نمونه اخيستل شوې ده چې د زياتو او دقيقو آزمايښتونو غوښتنه کوي.
ډاکتر رحمت په دغه شان پيښوکې د زده کوونکو د رواني حالت ګډوډيدل اود زده کوونکو تلقين هم اغيزمن بو لي.
د ابن سينا دعاجل روغتون د رئيس دڅرګندونو له مخې: هغه ټولې زده کوونکي چې له دغې پيښې وروسته روغتون ته ليږدول شوې وې؛ رخصتې شوې، خو پنځلسو تنو يې د شپې نا وخته بيا روغتون ته مراجعه وکړه چې دوه تنه يې نن غرمه د دولسو بجو تر شاوخوا پورې په روغتون کې پا تې شوې.
د ابن سينا دعاجل روغتون د رييس څرګندونې په داسې حال کې بيانيږي چې  مراجعين او ناروغ لرونکي د ابن سينا د عاجل روغتون اود هغو نورو روغتونونود مسوولينو د کار، زيار او ښه چلند له امله چې مسمومې شوې زده کوونکي پکې تر درملنې لاندې ونيول شوې؛ ډير خوشحاله وو.
کريم چې ځان د چهلستون د آقا علي شمس د ساحې او سيدونکى پو لي او د کورنۍ يو غړى يې د ابن سينا په عاجل روغتون کې تر درملنې لا ندې و؛ د ډاکترانو کړه وړه وستايل، خو وې ويل چې دا د کار پاى نه دى. ډاکترانو او روغتيا پالو خپل کارونه و کړل او خپلې اخلاقي وجيبې يې تر سره کړې. موږ خپلو بچيانو ته د درسي مصئوونيت غوښتنه کوو، ووينو چې امنيتي مرکزونه او د پوهنې وزارت څه کوي. موږ بايد ډاډ من شو چې پيښه دکوم قصدي عمل زيږنده  نه ده. يو شمېرنورو ناروغا لرونکو هم ورته خبرې لرلې.
د کابل ښار دپوهنې رييس نجيب الله کامران چې د سلطان راضيې د ليسې د زده کوونکو د پو ښتنې لپاره د ابن سينا روغتون ته ورغلى و؛ دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دسلطان راضيې د ليسې ٢٦٣ تنه زده کوونکي د مسموميت په باب د آوازې له خپريدو وروسته، د ابن سينا دعاجل ، د ابن سينا دصدري او د استقلال رو غتونونو ته وليږدول شوې چې د روغتونونو ټولو منسوبينو دغو زده کوونکو ته لازمه پا ملرنه کړې ده او دپوهنې وزارت په استازيتوب يې د دغو روغتونونو د مسوولينو د هلو ځلو له امله مننه وکړه.
کامران څرګنده کړه: لکه څنګه چې د ابن سينا دعاجل روغتون له رئيس سره خبرې وشوې؛ دې نتيجې ته ورسيدو چې موضوع زيات تلقيني اړخ لري، کوم خاص طبي دليل چې ثا بته کړي دمسمو ميت قضيه ده؛ تر اوسه پورې په لاس کې نشته.
د دغو زده کوونکو د وينې نمونې دعامې روغتيا وزارت ته  ليږدول شوې دي او موږ دڅيړنو نتيجو ته ستر ګې په لاره يو.
ده زيا ته کړه: دا په تيرو پنځو کلو نوکې دکابل ښار په ښوونځيوکې يوولسمه پيښه ده چى د مسموميت په نامه ياده شوې ده، خو تر او سه پورې د آيساف  د روغتون په ګډون، له روغتيايي مراجعو څخه کوم سند او ثبوت موږ ته نه دى رسيدلى چې ثابته شي، دا د مسموميت قضيې دي.
کامران څرګنده کړه: زموږ د زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى؛ په سلوکې څه د پاسه نويو مسمومې شوې زده کوونکي رخصتې شوې دي.
ده څرګنده کړه: په هغو يوولسو شوونځيوکې چې دغه شان پيښې پکې شوې دي؛ د ښوونځيوهيڅ ښوونکى او مسوول او د اداري هيئت کوم غړى او يا خدماتي کارکوونکي نه دى مسموم شوى. دا د دې څرګندوى دى، که چيرې دغه شان پيښې مسموميت واى؛ بايد ټول مسموم شوى واى.
د سلطان راضيې د ليسې يوې زده کوونکې چې خپله ټولګي واله يې روغتون ته ليږدولې وه؛ وويل: لومړۍ زموږ د ښوونځى د دهليز فضا په قسمې ډول لړو ونيوله، وروسته يو شمېر زده کوونکي له سرخوږۍ او کسالت سره مخامخې شوې.
دکابل ښار د پوهنې رييس نجيب الله کامران وويل: د هيواد امنيتي ارګانونه د پيښې په باب په بيړه کارکوي او د خپل کار د نتيجو په باب به موږ ته خبر را کړي.
دکابل يو امنيتي مسوول وويل چې پوليسو د سلطان راضيې د ليسې پيښه د يوې مشکوکې او د تحقيق وړ پيښې په توګه ثبت کړې ده. دغه پيښه هر اړخيزو او زياتو تحقيقاتوته اړتيا لري. له شک پرته امنيتي مسوولين د حقايقو په موندلوځان مکلف بولي او د نتيجو په باب به يې خپلو خلکو ته خبر ورکړي.
ديادونې وړ ده، د مسموميت پيښې چې يو شمېرښوونځي له څوکلن ځنډ وروسته بيا ورسره مخامخ شوى دى؛ په روان کال کې په کابل کې د سلطان راضيې ښوونځى، د تخارولايت په څو ښوونځيوکې د مسموميت له پيښو وروسته، ددغه شان پيښې ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته