سیاست

نوی حکومت، نوی چلند

-کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر
جمهوررییس د نوي حکومت څو وزیران معرفي کړي دي او هغه برخه چې د ډاکتر عبدالله رسېدلې ده، لا نه دي معرفي شوي. ویل کېږي چې د کابینې د ټولو غړیو پر معرفي کولو کار روان دی او د خلکو او همدارنګه ولسي جرګې غړیو غوښتنه دا ده چې د نوې کابینې ټول غړي ژر معرفي شي او د سرپرستۍ دود پای ومومي. نوی حکومت، نوی چلند غواړي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د پخواني حکومت ستره ستونزه دا وه چې دوه سری و؛ پر بلې وینا دوه مشران یې درلودل او دوی کولای شول د یو بل پرېکړې او تصمیمونه وننګوي. د دوه سري حکومت اصطلاح ډېره عامه شوه او خلکو به چې کله هم کومه ناخواله او نادوده لیدله نو ویل به یې چې حکومت دوه سری دی نو ځکه داسې کېږي. د هغه حکومت پنځه کاله په داخلي کشمکش کې تېر شول.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو اود دغو انتخاباتو د پایلو له اعلامېدو وروسته، دوه سري حکومت ته د پای ټکی کېښودل شو. جمهوررییس څو ورځې وړاندې په کاپیسا کې یوې لویې ولسي غونډې ته په ونیا کې وویل چې دا حکومت دوه سری نه دی. اوس یو نفر، یانې جمهوررییس د حکومت مشري کوي، امر یو دی او قومانده یوه ده.
د تېر حکومت یاني د دوه سري حکومت ستونزه دا وه چې که حکومت دوه سری و نو چلند هم دوه ګونی و، یو شمېر وزیران یو مشر ته نږدې او نازولي وو، خو د بل مشر ښه نه ایسیدل، او نور وزیران بیا هغه بل مشر ته نږدې او نازولي وو او د دغه بل ښه نه ایسیدل. دغه راز دوه ګوني چلند د حکومت ګڼ  کارونه ټکني کړي وو، که یو ښه نوښت به له یو لوري وړاندې شو، بل لوري به یې مخالف کاوه او هغه به یې رداوه.
اوس باید نوی چلند رامنځ ته شي، له دې وروسته باید نازولي او رټلي وزیران نه وي، ټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شي، دا مهمه نه ده چې هغه د کومې ډلې له آدرسه معرفي شوی دی. که د نازولتوب موضوع مطرح وي، نو دا نازولتوب باید د ښو طرحو، نوښتونو، په اړوندو چارو کې د بري او روڼوالي پر بنسټ وي، نه په  یوې اوبلې سیاسي ډلې پورې د تړښت پربنسټ.
افغانستان په اوسنیو شرایطو کې متحد، یوموټي، هڅاند او نوښتګر حکومت ته اړتیا لري. یوازې دغه راز حکومت کولای شي چې هېواد له اوسني بحرانه وباسي، سوله بسیا کړي او د اقتصادي پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. افغان ولس د نوي حکومت له جوړېدو سره جوخت د لوړو ملي ګټو پر بنسټ د نوي چلند غوښتوکی دی او هیله یې دا ده چې د هېواد رهبري دغه راز چلند غښتلی او پياوړی کړي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته