سیاست

جمهور رئیس غني د ختیځو ولایتونو د امنیتي اوضاع د ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ختیځو ولایتونو د امنیتی وضعیت ارزونې په موخه پرون سهارننګرهار ولایت ته سفر او له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه لیدنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهور رئیس لومړی د کوټ ولسوالۍ د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو شهیدانو، په ځانګړي ډول د یادې ولسوالۍ دشهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
جمهور رئیس غني د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو ته په خطاب کې وویل، ستاسو بچیانو په مېړانه او زړورتیا د خپل وطن او خلکو دفاع وکړه او د هېواد ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه زما د سترګو تور دي.
جمهور رئیس د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې پرمهال له خلکو څخه هم مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې په بېسارې توګه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونوتر څنګ ودرېدل او له هغوی سره همکاري کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، له میندو او خویندو مننه چې په هر ډول شرایطو کې یې د خپلو مېړنیو بچیانو ملاتړ وکړ او د هغوی تودو سنګرونو ته یې خواړه او ډوډۍ ورلېږله.
د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې له هغوی سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ له امله مننه وکړه، هغه وویل، موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ یوو او د هغوی ملاتړ کوو.
وروسته جمهور رئیس په هغې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ چې د ختیځو ولایتونو والیانو، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان، د زون، امنیه، سرحدي، عامه نظم قوماندانانو او د ملي امنیت رئیسانوحضور درلود. 
په دې ناسته کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د امنیتي مسوولینو په استازیتوب د ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله مفصل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
همدارنګه د کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار والیانو هم د اړوندو ولایتونو د کاري اجراتو په هکله جمهور رئیس ته راپور ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس ختیځو ولایتونو د والیانو او د امنیتي مسوولینو د راپورونو له اورېدلو وروسته د یادو ولایتونو د عمومي او امنیتي اوضاع د ښه والي په موخه هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې جمهور رئیس په یوه عمومي غونډه کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زیات شمېر منسوبینو او لوړ پوړو نظامي مسوولینو حضور درلود، ګډون وکړ.
په دې ناسته کې لومړی د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د نورو په استازیتوب جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو تل امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روحیه ورکوئ او د جنګ په  سختو شرایطو کې مو د ځواکونو رهبري کړې چې دا سالمه رهبري د دښمن د بریدونو د شنډولو لامل شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس په غونډه کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، زه راغلم چې د خلکو او وطن د دفاع په لاره کې ستاسو د اتلولیو او هلو ځلو قدرداني او مننه وکړم.
جمهور رئیس څرګنده کړه، زما لومړۍ ژمنه داده چې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کېږي، تر څو هغوی د مسکن خاوندان شي او په دې برخه کې اقدامات شوي دي.
جمهور رئیس وویل، په راتلونکو اوونیوکې به د تروریستي بریدونو په ځانګړي ډول د داعش پر ضد په ننګرهار کې سخت عملیات وشي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش رېښه وباسي.
جمهور رئیس وویل، زموږ د خلکو دښمنانو نن درک کړې چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مقابل کې ناکام شوي او باید په دې پوه شي چې د پردیو وسیله ونه ګرځي او یوازینۍ لاره مذاکره ده.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، افغانستان ماتې نه منونکی دی، ځکه دا هېواد ملي روحیه لري او تل به بریالی وي. هغه وویل، جنګ پر موږ تحمیل شوی دی او موږ لکه څنګه چې د سولې د تامین په برخه کې مو کوښښ کړی دی، په هېواد کې د باعزته سولې د تامین په موخه هم خپلو کوښښونو ته دوام ورکوو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په افغانستان کې جنګ داخلي نه دی، بلکې دا سیمه ییز او له سیمې پراخ جنګ دی، ځکه په مدینه کې وروستي برید دا موضوع ثابته کړه.
جمهور رئیس وویل، په تېرو سلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر دغسې اجماع وجود نه درلود او په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم. هغه زیاته کړه، د دې ځواکونو د لوړ همت له برکته به وطن ابادېږي او خلکو ته به باعزته ژوند تامین شي.
جمهور رئیس وویل، دوه کاله وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او تمویل ابهام وجود درلود، خو د دغو ځواکونو د اتلولي په برکت نن د نړۍ هېوادونو له دوی سره خپل ملاتړ اعلام کړی دی.
جمهور رئیس وویل، نړیوالې ټولنې له موږ سره د همکارۍ ژمنه کړې، تر څو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات پیاوړي، تجهیز او تمویل شي. هغه زیاته کړه، د ناټو هېوادونه به د امنیتي ستراتیژیک پلان د تطبیق په برخه کې هم له موږ سره همکاري وکړي.
د هېواد جمهور رئیس له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دې ځواکونو رهبري څخه مننه وکړه وې ویل، ستاسو د اتلولي او سرښندنو په پایله کې چې د ناټو هېوادونو مشران د همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ملي اردو تشکیلات له ۳۵۲ زره نه کمېږي، بلکې له افغانستان سره د ناټو هېوادونو همکارۍ تعهد څخه وروسته د دې ځواکونو تاسیسات او تجهیزات به د قول اردوګانو په کچه پیاوړي شي.
هغه زیاته کړه، ۸۴۰۰ امریکايي ځواکونه چې د ناټو ځواکونو په ګډون ۱۱۰۰۰ تنو ته رسېږي چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیز، روزنې او تمویل په برخه کې همکاري کوي او زموږ د امنیتي ستراتیژیک پلان د تطبیق په خاطر به له موږ سره همکاري وکړي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو واکونه زیات شوي دي چې دا ځواکونه به په ټولو تروریستي ډلو باندې برید وکړي.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس په جلا جلاناستو کې د یو شمېر سرتېرو، بریدملانو، دویم بریدمنانو او ډګروالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګي په خاطر یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ټول په یوه غږ په دې شعار چې سر ورکوو سنګر نه ورکوو، ژمنه وکړه چې په ټول توان به له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو خلکو دفاع وکړي او د افغانستان د خلکو ددښمنانو پر ضد  به د هغوی تر نابودۍ پورې مبارزه وکړي.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو یاد تازه کولو په خاطر د شهیدانو څلي ته د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته