جلال آباد/ باختر دزمري نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې له ٣٠٠ اړو کورنيو سره مرسته وشوه .
په هرې کورنۍ شپږ زره او اووه سوه افغانۍ نغدې پيسې او خوراکي توکي ويشل شوي دي .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو درياست يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې دغه مرستې دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .
ده وويل چې له اړو او له پاکستان څخه د راستنو شويوکسانو سره دمرستې بهير دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ