کابل باختردلړم دمياشتې ٥ :
دافغان اوناټو دځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
وسله والو طالبانو دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ په امنيتي پوستو دبريد نيت درلود.
باختراژانس ته دميدان وردګو دوالي دويندوى ددفتر دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې ، دغه عمليات چې دتيره شپه دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ دعربانو په کلي کې ترسره شوي و له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.