ټولنه

په پنجشير کې د برېښنا د يوې شبکې د جوړولو کار ژر بشپړېږي

کابل / د زمري ١١ مه / باختر
د پنجشيرد مرکز په پارنده کلي کې د برېښنا د يوې شبکې جوړول د بشپړېدو په حال کې دى.
د پنجشيرد برېښنا رياست چارواکو تر راتلوونکو دريو مياشتو پورې د دې شبکې د بشپړېدو اعلام وکړ. د دې شبکې کار په ١٣٨٥ کال کې پيل شو خو د ځينو دلايلو له امله کاريې ځنډيدلى او د جوړېدو کار يې تراوسه پورې بشپړشوى نه دى.
مرکزي حکومت ٩٠ ميليونه افغانۍ له انکشافي بودجي څخه د دې شبکې د جوړولو لپاره ځانګړى کړى دى.
ويل کېږي دغه شبکه د٤ ميګاواټه بريښنا توليد ظرفيت لري او په سلګونو کورنۍ به برېښنا ته لاسرۍ ولري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته