-کابل / دليندۍ ٢٩مه / باختر:
په ننګرهار کې دکروندګرو لپاره دکرکيلې دنويو لارو چارو زده کړيز ورکشاپ جوړ شو .
په دې ورکشاپ کې په لسګونو بزګران ددوو ورځو لپاره له کرنې څخه تر دکروندو تر مراقبت او هم دحاصلاتوترلاسه کولو پورې دننګرهار دکرنې ، اوبو لګولو اومالدارى رياست له ښوونکوڅخه دکرکيلې نوې لارې چارې زده کوي .
دننګرهار دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغه ورکشاپ په دې دوره کې دننګرهار له ګوټ ګوټ څخه په لسګونوبزګران ګډون لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ