کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
دکار،ټولنيزو چارو،شهيدانو اومعلولينو د وزارت سرپرست فيض الله ذکي هرات ولايت ته ورسيد.
دکار،ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو د وزارت سرپرست به دوه ورځې په هرات کې پاتې شي اودبيلابيلو برخو ستونزې څيړي.
د هرات ولايت سرپرست جنرال محمدجمعه عديل د هرات ولايت ته دکار او ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو دوزارت دسرپرست دسفر دهرکلي په ترڅ کې هيله وکړه چې د دغه سفر په بهيرکې د شهيدانو اومعلولينو دکورنيو ستونزې، کارموندنې او ټولنيزې ستونزې په جدي ټول وڅيړل شي .
دهرات په هوايي ډګر کې ښاغلي ذکي ته دولايت يوشمير چارواکو هرکلى ووايه
او ويې ويل ؛په هرات کې دکار اوټولنيزو چارو ، وزارت دبيلابيلو څانګو دستونزو دڅيړنې ترڅنګ به دبيلابيلو ټولنيزو قشرونو او داړوندو ارګانونو له مسوولينو سره وګوري .
2 1 دقیقه لوستل