امنیت

په هلمندکې د کوماندو ځواکونوله خوا دطالبانو د دوو سترو مرکزونو نيول

لښکرګاه باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دوه ستر مرکزونه د کوماندو ځواکونو له خوا ونيول شول او له منځه يوړل شول.
تېره شپه د کوماندو په لسګونو سرتيري د لښکرګاه ښار په شمال او سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو په دغو سترو مرکزونو يرغل وکړ په دغه بريدکې نهه تنه کورني او بهرني  ډار اچوونکي ووژل شول.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم د باختر آژانس خبريال ته وويل   چې په دغه بريدکې نهه تنه کورني او بهرني وسله وال طالبان ووژل شول او د دغو مرکزونو سرتيري له ټولوجنګي وسايلو سره له منځه يوړل شول.
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته د سر زيان نه دى اوښتى
.پاى   شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته