سیاست

په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له سفير سره دبهرنيو چارو دوزير دمخه ښې کتنه .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين  رباني نن په کابل کې دچين دولسي جمهوريت دسفير ياو جينګ سره چې دماموريت دوره يې پاى ته رسيدلې ده دمخه ښې کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ . په پيل کې  دبهرنيو چارو وزير  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دلازياتې  پراختيا لپاره  د ښاغلي جينګ  دخدمتونو  او هلوځلو له امله  قدرداني وکړه او په افغانستان کې دبيا جوړولو  اقتصادي روزنيزو فرهنګي  او دسولې او ټيکاو  دملاتړ په برخوکې دچين  دارزښتناکو همکاريو  له امله دمننې  دڅرګندولو په ترڅ کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې  دژورو جرړو او دکلکو بنسټونو  لرونکي وبلل .
وروسته  دچين دولسي جمهوريت سفير  په افغانستان کې سوله اوثبات  دغه هېوادته  ارزښتناک وباله  او په بيلابيلو برخو کې دچين دهمکاريو  په دوام باندې  دټينګار په ترڅ کې يې  دافغانستان په باره کې  په مهمو راتلونکو غونډو  اوبهيرونوکې ددغه هېواد  دفعال رول او ګډون  ډاډ ورکړ .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته