امنیت

دارزګان له بزګرانو سره مرسته وشوه

کابلباختردميزان ٩
د ارزګان ولايت په بزګرانو کيمياوي سره اودغنمو اصلاح شوي تخم  وويشل شو.
دارزګان ولايت دمرکز او ولسواليو په دري زره تنو بزګرانو باندې دکيمياوي سره اوداصلاح شويوغنمو تخم د ويشلو پروګرام پيل شو.
د ارزګان دوالي مرستيال شيرپاچا ارګوني ددغو توکو دويشلو په پيل کې وويل  :  په دغومرستو کې  دغنمو پنځه څلويشت ټنه اصلاح شوي تخم اوکيمياوي سره شته.
دده دڅرګندونو له مخي داصلاح شويو غنمو تخم  ويشل به په سيمه کې دکوکنارو دکرکيلي دکمښت سبب شي .
دارزګان ولايت دکرنې اومالدارۍ درياست کارکوونکي  زلمي الکو وويل  : چې دغه مرسته دکرنې او اوبولګولو د وزارت له خوا د ارزګان ولايت له بزګرانو سره شوې ده  .
دده دڅرګند ونو له مخې :  ددغه پروګرام په چوکاټ کې په هر بزګرد غنموپنځوس کيلو اصلاح شوي تخم ، پنځوس کيلو ګرامه سپينه سره اوسل کيلو ګرامه توره سره ويشل کيږي .
بزګرانو  ددولت ددغې مرستې هرکلي وکړ  اوويې ويل چې له دې وروسته  به غنم دکوکنارو ځاى  ونيسى .
دګرم آب دسيمې يو بزګر حاجي ګل نبي  وويل :  له دولت څخه خوشحاله دي چې له دوي سره يې  مرسته کړې ده .
خويو بل بزګرمحمديوسف  ترسره شوې مرسته  لږ وبلله او ويې ويل چې دوي زياتو  مرستو ته اړتيالري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته