امنیت

په قندهار کې اته وسله وال مخالفان ووژل شول

کابل / د تلې ۱ / باختر
د قندهار د تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو په اړوندو سيمو کې اته وسله وال مخالفان وژل شوي او درې نور یې ټپيان شوي دي.
د قندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې تېره شپه افغان ځواکونو د سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو ترمنځ په بېدک او ملید سیمو کې پر وسله والو مخالفانو غلچکي بريدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بريدونو کې اته وسله وال مخالفان وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي
ویل کېږي په بریدونو کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته