کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
د فاریاب د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۸ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو مواصلاتي پُل د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په خبره دغه پُل د شاوخوا ۴۰ مترو په اوږدوالي د یاد ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په مرسته او د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد پُل د پرانیستې په مراسمو کې د فاریاب والي داملا محمد شیعیب رسالت ، د دولتي ادارو مسوولینو، استازو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.