ورزش

د باميانو په غندک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

– کابل/ د سلواغې ١١ / باختر:
د واليبال هغه سيالۍ چې د باميانو د غندک ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د شپږو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې، پرون پاى ته ورسېدې.
د باميانو د بدنې روزنې د آمريت سرپرست ضياالدين بيګزاد د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل؛ په دغوسياليو کې شپږو ټيمونو ګډون کړي وو او ٤ ورځې يې دوام وکړ چې په پايله کې دغندک د ځوانانو ټيم لومړى مقام، د غندک د مرکز ټيم دويم مقام او د غندک د لېسې ټيم درېيم مقام وګاټه.
بيګزاد د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د اخوت ، سولې ، دوستۍ او د ورورولۍ
فرهنګ رواجول وباله او زياته يې کړه، د دغو سياليو يو اساسي هدف د ورزشکارانو
هڅول او د واليبال وده وبلله.
ټاکل شوې ده دغه شان سيالۍ په نورو ولسواليو کې هم دوام وکړي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته