امنیت

شپيتو تنو طالبانو په غورکې داعش ته بيعت وکړ

فيروزکوه باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
يوه ډله وسله وال طالبان د غور ولايت په غلمين سيمه کې داعش ته بيعت وکړ او له دغې ډلې څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د غور د ولايتي شورا رئيس فضل احسان باختر آژانس ته وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو په هغې غونډه کې چې په دغې سيمه کې له داعش ډلې سره يې وکړه،  له داعش سره يې خپل بيعت او ملاتړ اعلام کړ.
ده وويل : هغه طالبان چې دغه بيعت ته يې تمايل نه درلود، له سيمې څخه ووتل او نورو سيمو ته لاړل .
په همدې حال کې د غور ولايت امنيه قوماندان مصطفى محسني د دغه خبر  د تائيدولو په ترڅ کې وويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو طالبانو او داعشيانو د هر راز بريدونو د مخنيوي لپاره  بشپړتيارى لري او دغو ډار اچوونکو ډلو ته به اجازه ورنکړي چې خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته