امنیت

د ولسونو د امنیت خوندیتوب ته ژمن یو.

کابل باخترد کب دمياشتې يويشتمه
د لغمان ولايت د ولسونو امنيت او خونديتوب ته ژمن يو
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په هغه ځانګړې امنیتي غونډه کې وکړې چې د ده  تر مشرۍ لاندې د لومړۍ پلې لوا د قوماندان،امنیه قوماندان او د ملي امنیت د رېیس په ګډون جوړه شوې وه.
امنیتي مسولينو وویل چې په تیرو دوه اونیو کې د دښمن د نهو تنو قوماندانو په ګډون نهه شپېته تنه ووژل شول او دوه څلويښت تنه يې ټپيان شول.
دوی زياته کړه چې د دښمن د ځپلو لپاره په نويو لارو چارو کار کړي او په دې برخه کې یې مهمې غوښتنې له مرکز سره هم شریکې کړې دي.
لغمان والي د امنیتي ارګانونو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د دوی خدمت او قربانۍ یې نه هیریدونکې وبللې.
نعيمي وویل چې ځینې کسان له پلازمینې کابل څخه پر امنیتي ځواکونو نیوکې کوي چې ګټه یې یواځې دښمن ته رسیږي نوموړی وویل نیوکې د حل لاره نه ده ،بلکې که څوک د دغه ولایت له امنیت او انکشاف سره مینه لري نو د نیوکو پر ځای دې همکاري وکړي او د خبرو پر ځای دې د عمل لاره غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته