ټولنه

په بغلان ولايت کې دڅښاک داوبو پنځه څاګانې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په پلخمري ښار کې دڅه دپاسه يو زرو څلور  سوه  پنځو سو کورنيو دڅښاک داوبو  ستونزې لرې شوې دي .
دبغلان ولايت دسرې مياشتې دټولنې  رييس  حامدنيازي دباختراژانس خبريال ته وويل : دڅښاک دروغتيايي اوبو  پنځه  څاه ګانې  ددغې ادارې دڅه دپاسه شپږ سوه زرو  افغانيو په لګښت  دپلخمري ښار په بيلابيلو ساحوکې کيندلې شوې ده او ديو زرو څلور سوه پنځوسو کورنيو دڅښاک دروغتيايي  اوبو دکموالې ستونزې لرې کړي دي .
ديادونې وړ ده چې ددغې پروژې لګښت په ١٣٩١ کال کې د دولت دکارکوونکو دمعاش ديوې ورځې داعانې له درکه  راټول شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته