ټولنه

د ننګرهار په بهسودو کې د اوبو رسولو يوه شبکه پرانيستل کېږي

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې د اوبو رسولو يوه شبکه د پرانيستلو په درشل کې ده.
د دغې شبکې په جوړولو سره ٢٥٠ کليوالي کورنۍ د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرى پيدا کوي.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې حکومت پر دې شبکې دوه نيم ميليونه افغانۍ لګولې دي.
هغه وويل چې دغه شبکه به تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته