فرهنګ

په مزارشريف ښار کې دعکاسۍ او هنري نندارتون جوړول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
داربعين حسيني  په درشل کې دعاشورا  او اخوت په نامه د عکاسۍ او هنري نندارتون په مزارشريف  ښار کې جوړ شو .
ددغه نندارتون مسوولينو ددغه نندارتون ډير ستر پيغام دامام حسين  ( ع )  دپاڅون له هدف سره دځوان نسل بلدتيا او معرفت ، په اسلامي ټولنه کې دهنر له لارې داخوت او  ورورولۍ ټينګښت اوپياوړتياد،ديني فرهنګ رواجول ، داسلامي ارزښتونو وده او دانځورګرۍ عکاسي او هنري دتابلوګانو له لارې دعاشورا دخونړۍ پاڅون معرفي کول وبلل .
دغه راز ددغه نندارتون دجوړولو مسوول سيد محمد موسوي ددغه نندارتون  بل هدف او انحرافي  پديدو سره فکري اوفرهنګي مبارزه چې په بېلابېلو پلمو او نومونو او انحرافي  پديدو سره زموږ هېواد ته  وارد ي شوي دي اوزموږ په  ځوان نسل بريد کوي ، وباله  .
يوه اړونده خبرځاى  وويل :په دې نندارتون کې دهېواد دشمال له ولايتونو څخه ددرې سوه عکسونو له جملې څخه پنځه ديرش هنري آثار نندارې  ته وړاندې شوي دي چې يوه اوونۍ دمينه والو پرمخ پرانيستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته