امنیت

په فراه کې له دولت سره دديرشو تنو وسله والو طالبانو پيوستون .

کابل باختر د لړم  دولسمه :
ديرش تنه وسله وال طالبان پرون په فراه کې دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يوځاى شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو امر محب الله  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره چې له څه مودې راپديخوا له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره دفراه دپرچمن ولسوالۍ دپارس او ويلمه په کليو کې مقابله کوله  . دافغانستان داسلامي دولت دحقانيت له درک کولو  وروسته په پرچمن  ولسوالۍ کې له دولت سره يوځاى شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته