امنیت

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

– جلال اباد / د زمري ٢١مه/ باختر
اته امنيتي منسوبان  تېره شپه د وسله والو مخالفانو په برېدونو کې شهيدان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي رسنيو ته وويل د دغه ولايت د پچيراګام او نازيانو ولسواليو په مربوطاتو کې  د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو مخالفانو           په دوو برېدونو کې  اته پوځي منسوبان شهيدان او٥ نور ټپيان شول.
خوږياڼي وويل په دغو پېښو کې درې وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه نورټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته