ټولنه

په فراه کې دزرګونو کورنيو بې ځايه کيدل .

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
په فراه ولايت کې په زرګونوکورنۍ دجګړو او ناامنيو له امله له خپلو کورونو او کليو څخه  نورو ځايونوته  بې ځايه شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دفراه ولايت دمهاجرينو دراستنولو  دچارو دادارې چارواکي وايي چې اووه زره کورنۍ  له جګړې  ځپلو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز او ګاونډيو ولايتونو ته بې ځايه شوې  دي .
دفراه ولايت دمهاجرينو دراستنولو  دچارو رييس رحيم الدين ريګوال ددغه خبر په  تاييدولو سره وايي چې يوشمير دغو بې ځايه شويو کورنيو نورو ولايتونو ته پناه وړې ده .
  ده وويل چې تراوسه پورې له دوى سره لازمې مرستې نه دي شوي خو موږ هڅه او هاند کوو چې له سروې وروسته لازمې مرستې دهغوى په واک کې ورکړو .
په فراه کې پوځي مقامات وايي چې دفراه ښار او داړوندو ولسواليو له شاخوا ساحو څخه دوسله والو طالبانو دشړلو او ځپلو لپاره يې پراخ عمليات پيل کړي دي .
  ختم_ سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته