امنیت

په کونړ کې د کابل وروستى تروريستي بريد وغندل شو

اسعد اباد باختر د غويي د مياشتې ١١ مه
په کونړکی د خبریالانو د خوندي توب کمېټې د کابل په ورستۍ پېښه کې دعامو خلکو ترڅنګ د خبریالانو وژل کېدل په سختو ټکو سره وغندل او د جګړې په دواړو لورو یې غږ وکړ چې د ژورنالستانو د ژوند خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي .
د کونړ دغه ژورنالېستان د کابل د ورستي برید د قربانیانو په غم کې راټول شوي و ،دوی په پېښه کې د عامو خلکو ترڅنګ د خبریالانو د کورنیو غړوته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ځان يې له دوی سره په دغه لوی غم کې شریک وګاڼه .
په کونړ کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټي مسول فضل واحد افکاري د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې؛ خبریالان د ټولنې بې طرفه خلک دي او د دولت وسله وال مخالفین دې خبريالان خپل هدف نه ګرځوي.
دغو راټولو شويو ژورنالېستانو د جګړې پردواړو لورو غږ وکړ چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هاخوا د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون استازي هم دغه ډول بریدونه چې ولسي خلکو اوژورنالېستانو ته په کې مرګ  ژوبله اوړي  د انساني حقونو پرضد یو لوی جنایت بولي او په سختو ټکو سره یې غندي.
د کابل د دوشنبې په برید کې د عامو خلکو ترڅنګ یوشمېر خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې له امله يې خبريالان ډېر خواشيني شوي دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته